ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان له والي سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور دهېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې  د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره د شمال سیندیزې حوزې لوی ریيس انجنیر رفیع الله مجتبی او د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې ریيس ملا سعدالدین سلیمي په ملتیا لیدنه کړې او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله هر اړخیزې خبرې کړي.

د جوزجان والي د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوي او غوښتنې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان والي ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته رسیدنه وشي.