ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې روغتیا د برخې له مشرې او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر افغانستان لپاره د یونیسف موسسې روغتیا د برخې له مشرې اغلې فوزیه شفیق او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ویلي؛ که چیرې غواړئ، چې په افغانستان کې په رښتیني ډول د ناروغیو مخه ونیول شي او افغانان د بیروني احتیاج څخه خلاص شي، نو باید د خوړو او درملو ملي ادارې چې یوه تنظیمي او غیر سیاسي اداره ده په هر اړخیز ډول یې ملاتړ وشي په ځانګړې توګه د لابراتوارو د جوړلو په برخه کې ځکه چې لابراتواونو د درملو او خوراکي توکو خوندیتوب او کیفیت تعینوي.

د یونیسف موسسې د روغتیا د برخې مشرې او مل پلاوي د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د رهبرۍ فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ چې ادارې په ډیر کم وخت کې د پام وړ پر مختګ کړی، موږ په افغانستان کې په هر ډول شرایطو پاتې کیږو او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

یاد پلاوي زیاته کړې؛ چې یونیسف او نورو اړونده موسسو د افغانستان د درملو داخلي سرچینو څخه د درملو اخیستلو په موخه یوه سروې کړې، چې له مخې به یې د داخلي درملو او سرچینو څخه استفاده وکړي.

ښاغلي عمر پردې ټينګار کړی، کومه سروې چې یونیسف کوي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ لاندې وي او د هغه شرکت یا فابریکې څخه درمل واخلي، چې د خوړو او درملو ملي ادارې معیارونو، اصولو او قوانینو سره برابر وي.