ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جمناستیک منتخبې لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د کابل جمناستیک منتخبه سیالۍ، چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې، ولایتي لوبډلې ته د ۳۶ غړیو په تاکلو سره پای ته ورسېدې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمیټې مرستیال باور هوتک، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فدراسیونونو مسولینو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، جمناستیک یوه ډیره په زړه راښکونکې لوبه ده چې زیات شمېر مینه‌وال لري، هیله مو دا ده چې زموږ د جمناستیک ورشکاران په نړیواله کچه وځلېږي او د هېواد لپاره ویاړونه راوړي.

ښاغلي وثیق د جمناستیک او ټولو ورزشي فدراسیونونو د ملاتړ او د سپورټ ادارې له لوري د هر راز مرستې ژمنه کړې، نوموړي ډاډ ورکړی، چې د هر فدارسیون لپاره د خپل ځانګړي لوبځای د برابرولو هڅه کوو.

نوموړي د کابل د جمناستیک منتخبه سیالیو برخه والو ورزشکارانو ته د هڅونې په موخه د سپورت ادارې له لوري د یو لک افغانیو د ورکولو ژمنه کړې.

د کابل ولایت د جمناستیک په منتخبه سیالیو کې د یاد ولایت له ۱۸ کلبونو څخه د څلورو عمري کټګوریو(ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان، لویان)  ۱۲۰ تنو ورشکارانو برخه اخیستې وه.