د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد نوي سفیر جنګ اونال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
اونال په هرات ولایت کې د زلزلې له امله په اووښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړې، د کډوالو چارو وزیر ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې زمونږ د بیړنیو مرستو ټیمونه پر وخت سیمې ته تللي او نږدې وخت کې به د دوی له لورې، نورې مرستې هم افغانستان ته راورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه او افغانستان له یو بل سره ژورې اړیکې لري، چې هیڅکله به زیانمنې نه شي او دغه هېواد تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
د کډوالو چارو وزیر ښاغلي اونال ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب دعا کړې او ویلي يي دي، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یو بل سره ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه دې د نړیوالو قوانینو مطابق د افغانانو د جبري ویستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي، د دوی د ښه خدمت په موخه دې د کډوالو اتشو ته اجازه ورکړي او کوم افغانان چې په خپله هېواد ته راستنېږي باید د یوه ګډ میکانیزم له لارې راستانه شي.

