ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي او یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د شمال سیندیزې حوزې لوی رییس انجنیر رفیع الله مجتبی او د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رییس ملا محي الدین مبارز په ملتیا د فاریاب له والي ملا شعیب رسالت، ځایي مسولینو او د یاد ولایت له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه کړې.

 د یاد ولایت والي، ځایي مسولینو او قومي مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ویلی او له راتګ څخه یې خوښي څرګنده کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي سره د یاد ولایت د اوبو او برېښنا په ستونزو، د بندونو، چکډېمونو او کانالونو د جوړولو او په ځانګړې توګه د دهندرې او المار بندونو د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د اندونو شریک کړي.