د دولتي ادارو له ویندویانو او مطبوعاتي مسولانو سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ د همغږۍ ناسته شوې.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریس مولوي نعیم الحق حقاني په دې ناسته کې د اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا او پیاوړتیا، رسنیو سره د تعامل کچې زیاتولو، د دولتي ادارو د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو د لا ښه والي او په دوامداره ډول د لاسته راوړنو شریکولو په اړه، خبرې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
دغه راز، ګډونوالو په خپل وار سره، د نظام د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رول او ځای ځایګي، شته ستونزو، د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو د لا ښه والي او د لاسته راوړنو د شریکولو په اړه، بحث او خبرې کړي او د خپل وظیفوي رسالت په تر سره کولو او مرکز سره یې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار کړی.

