ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدنه کړې.

اوکادا د اسلامي امارت په هڅو د رامنځته شوي امنیت، مخدره توکو سره پیاوړې مبارزه او د اقتصادي ودې په برخو کې مثبتې لاسته راوړنې ستایلي او دا یې غوره ګام یاد کړی.

نوموړي ویلي؛ غواړم د خپل هېواد ژمنه بیا تازه کړم، موږ دې ته لېواله یو، ترڅو له اسلامي امارت سره غوره اړیکي وساتو.

تاکاشي اوکادا زیاته کړې، وخت رارسېدلی چې نړۍ او افغانستان یو تعامل ته سره ورسېږي او موږ په دې برخه کې ستاسو سره پوره همکار یو.

د دې ترڅنګ ښاغلي اوکادا په افغانستان کې د تاریخي اثارو شتون په اړه ویلي، موږ چمتو یو چې دلته د تاریخي اثارو په ساتنه او رغونه کې له افغان حکومت سره همکار پاتې شو.

نوموړي همدا راز د افغانستان د ملي موزیم سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی. 

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه تاکاشي اوکادا ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان هېواد ډيپلوماتیکې اړیکې غوره بللي او ویلي يي دي، دلته د څو ښوونځیو د رغونې او په ځینو نورو برخو کې د یاد هېواد له همکارۍ مننه کوو.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ډېر مهم تاریخي اثار لري ټول یې باید په ساتنه کې په ښه توګه خپل مسولیت ادا کړو.