ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان د لومړي ځل لپاره نړیوال جام کې انګلستان ته ماته ورکړه

د نړیوال جام سیالیو په دوام تېره ورځ د هند په ډیلي ښار کې افغانستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې ډګر ته ښکته شوې.

انګلستان د لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو په ۴۹.۵ اورونو کې ۲۸۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۸۵ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبه کې افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۸۰ منډې او اکرام علیخېل ۵۸ منډې جوړې کړې.

هاخوا بیا انګلستان لپاره عادل الرشید ۳ لوبغاړي او مارک‌ووډ ۲ لوبغاړي وسوزول.

انګلستان په خپله پاڼۍ کې ټاکلي ۵۰ اورونه ونه شوای لوبولي او د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یې په ۴۰.۵ اورونو کې ټولې ۲۱۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې لوبه د ۶۹ منډو په توپیر وبایلله.

په دې پاڼۍ کې افغانستان لپاره ځوان لوبغاړي مجیب الرحمان ۳ ویکټې، راشد خان هم ۳ ویکټې او د کرېکټ پاچا محمد نبي بیا ۲ ویکټې واخیستې.

مجیب الرحمان د دې سیالۍ غوره لوبغاړی شو، نوموړي په دې لوبه کې ۲۸ منډې جوړې کړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوزول.

په دې بریا سره دا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله ټوله لوبیزه دوره کې لومړی ځل دی، چې د کرېکټ بنسټګر انګلستان ته ماته ورکوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ټوله لوبیزه دوره کې دا درېيم ځل دی، چې د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې  کې ونډه اخلي. په لومړي ځل یې د اسټرالیا په کوربتوب په ۲۰۱۵ م کال کې ګډون کړی و، چې په هغه وخت کې یې یوازې یوه لوبه له سکاټلینډ څخه وګټله او نورې ټولې یې وبایللې.

دویم ځل افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې په انګلستان کې د د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې ګډون کړی و. په دې پړاو کې افغانستان د هېڅ کومې لوبې په ګټلو بریالی نه شو. خو وروسته له څلورو کلونو افغان کرېکټ ملي لوبډله د هند په کوربتوب یو ځل بیا په روان ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام کې برخه اخلي.

په دې پړاو کې افغانستان خپلې دوه لوبې بنګله‌دېش او هندوستان ته بایللي دي.

 افغان لوبډله په خپله درېیمه سیالۍ کې له د کرېکټ بنسټګر انګلستان سره مخ شو، چې د یوې جذابې سیالۍ وروسته یې انګلستان مات او د انګلستان پر وړاندې یې لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړه.

روزي خان خپلواک