ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: له څو لسیزو وروسته هېواد کې ډاډمنه او ارامه فضا رامنځته شوې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني پکتيکا ولايت ته سفر کړی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زېړوک ولسوالي له سپين‌ږیرو، قومي مشرانو، سيمه‌ييزو مسولينو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

دې ناسته کې د زېړوک ولسوال رحمت الله دروېش د يادې ولسوالۍ د ولسونو له لوري خليفه صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او دا یې دې ولسونو ته یو ستر ویاړ بللی دی.

په یاده غونډه کې قومي مشر حاجي عبدالمنان د هېواد بېلا بېلو برخو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه ستایلي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مسولینو په دې سفرونو سره ثابته کړه، چې د خلکو رښتيني خواخوږي او استازي دي.

حاجي عبدالمنان زیاته کړې، چې اوسني حاکمان د ولس غږ اوري او د ستونزو حل يې خپل مسوليت ګڼي.

مفتي انوارالدین ویلي، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغنيزو پروژو چارو دوام ثابتوي، چې اوسنی نظام د ولس له منځ څخه ټوکيدلی او د دې هېواد د جوړېدو لپاره پياوړی هوډ لري.

خلیفه صاحب دې ناستې ته په وينا کې د زېړوک ولسوالۍ د مجاهدينو قربانۍ ستايلې او ویلي یې دي، چې د دې ولسوالۍ ولسونو هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت په موخه د پام وړ ستونزې ګاللې دي.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا؛ جهادي دوره کې د ټولو هېوادوالو ګډون او قربانیو د افغانانو تر منځ د يووالي شتون ثابت کړ.

دغه راز له څو لسیزو وروسته هېواد کې ډاډمنه او ارامه فضا رامنځته شوې، د فتحې او ازادۍ ساتلو لپاره امنیت او د امنیت لپاره يووالی اړین دی.

ښاغلي خلیفه صاحب ټولنیز ژوند کې د اسلام له اړخه د عفوې او بښنې د اهمیت پر ټینګار سربېره، د قومي شخړو حل په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې پر هېواد د تېرو واکمنانو د ظلم او زياتي له امله ديني او ملي ارزښتونه زيانمن شول.

ښاغلي وزیر داسې مهال پکتيکا ولايت سفر کړی، چې د زېړوک په ګډون د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو چارې دوام لري.