پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړني ملي کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو اقتصادي طرحې او پالیسۍ به په یاد وزارت کې عملي کړي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړني ملي کنفرانس څخه د لیدنې ترڅنګ، د پکتیا پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په داسې حال کې ناسته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ژمنه کړې، چې د هېواد علمي کادرونو له لوري د اقتصادي پرمختګ په برخه کې جوړې شوې طرحې او پالیسۍ به په خپل وزارت کې عملي کوي او د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې به د استادانو له څېړنو ګټه اخلي.
نوموړي د هېواد هر اړخیز پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري پیل شوي کنفرانسونه ستایلي او زیاته کړې یې ده؛ چې یوازې علمي کادرونه کولی شي، چې د هېواد شته ستونزو ته حللارې راوباسي او په هره برخه کې څېړنې وکړي.
سرپرست وزیر په افغانستان کې د سوداګرو، پانګه اچوونکو او کاروبار لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې اوسمهال افغانستان د نړۍ ۷۷ هېوادونو ته صادرات لري.

