د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سمنټو دریم لوی تړون، چې په هرات کې موقعیت لري له ګلبهار ګروپ سره د رسنیو په شتون کې لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د تړون لاسلیک غونډه کې ویلي، د خدای(ج) له درباره څخه ډېر شکر ګذار یم، چې له کلونو نا امنیو وروسته د یوې سترې ملي پروژې د تړون لاسلیک شاهدان یو.
نوموړي زیاته کړې، د کندهار او پروان ولایت جبل السراج سمنټو پروژو څخه وروسته دریمه ستره د سمنټو تولیدي پروژه د هرات د سمنټو پروژه ده، چې له کورني پانګوال او کمپنۍ سره یې لاسلیک کوم.
سرپرست وزیر په وینا؛ یاده پروژه د ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونې سره به د ۳۰ کالو لپاره په قرارداد ورکول کېږي او پینځه زره کسانو ته به مستقیم او ګڼ شمېر نورو ته به په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د سمنټو له درکه په ځان بسیا شي.
د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس مهمند او د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د داسې بنسټيزو قراردادونو لاسلیک یې د هېواد د اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره اړین بللی او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې سرتاسري امنیت او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر دي، کورني او بهرني پانګوال کولائ شي په ډاډ سره د هېواد په کانونو باندې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار، هرات او پروان ولایت جبل السراج سمنټو پروژو باندې ۴۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې.

