ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلطان ابراهیم درې اوبو بند چارې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت پیلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت مسولین وايي، چې د سرپل د سلطان ابراهیم  درې د اوبو بند چارې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سلطان ابراهیم درې د اوبو له بند څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې د یاد بند د جوړېدو چارې به ډېر ژر د سرپل د نفتو له عوایدو څخه د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سرپل د سلطان ابراهیم بند د اسنادو د جوړولو کار د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت کمېټي له خوا بشپړ شوی او له تخنیکي سروې وروسته به یې چارې په عملي توګه پیل شي.

سرپرست وزیر ویلي؛ د یاد بند په جوړېدو سره به د سرپل او جوزجان ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبېږي، د ځمکې لاندې اوبه لوړېږي او ۵۰ میګاواټه برېښنا توليدېږي، چې دا په هېواد کې د برېښنا په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه ویلي؛ موږ څو ځلې د سلطان ابراهیم درې د اوبو بند د جوړولو لپاره د اسلامي امارت زغیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته ورغلو، له نېکه مرغه زموږ غوښتنه ومنل شوه او نن سرپرست وزیر د کار د پیلېدو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړې؛ د یاد ولایت خلک له څو کلونو راهیسې د دغې حیاتي پروژې د پلې کېدو په تمه دي، هیله لرو چې ژر تر ژره یې عملي چارې پیل شي او د سرپل اوسېدونکي خپلو ارمانونوته ورسېږي.

ځايي اوسیدونکي وايي، هر کال په یاد ولایت کې د وچکالۍ لمن پراخېږي او له حکومت څخه مو غوښتنه ده، چې د سلطان ابرهیم درې بند د جوړېدو عملي چارې پیل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد بند لوړوالی ۶۰ څخه تر ۷۰ مترو پورې دی.