ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندوز په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د فلزي پل ترمیم چارې روانې دي

د ټولګټو وزارت لخوا د کندوز ولایت په قلعه ذال ولسولۍ کې د قلعه ذال فلزي پل د ترمیم چارې روانې دي.

دغه پل د ۱۲۰ متره په اوږدوالي او اته متره پلنوالي سره د قلعه ذال ولسوالۍ پر مسیر موقعیت لري، چې شیرخان بندر د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ سره نښلوي او د تجارتي توکو په لیږد رالیږد کې خورا اغیزمن او اقتصادي رول لري.

 د یاد پل د ترمیم چارې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ قرارداد شوي، چې دا مهال یې د ترمیم چارې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي.

 د یاد پل په ترمیم سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.