علماوو او مخورو په یاد ولایت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.
نوموړو په فاریاب کې د بشپړ امنیت د تامین ډاډ ورکړی او د ژمي فصل رانږدې کېدو او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مواصلاتي لارو ستونزو ته په اشارې یې د اسلامي امارت اړوندو مسولینو څخه غوښتي، چې د مواصلاتي سړکونو د څارنې، ساتنې او ترمیم، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو جوړولو او خلکو ته د کارموندنې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین او د اقتصادي او کارموندنې زمینې برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د متنفذینو د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې په دې برخه کې اقدام وکړي.

