ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریونونه شوي

تیره جمعه او شنبه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریونونه شوي او ګډونوالو یې د روانې جګړې د درېدو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې.

پروني لاریونونه د استرالیا، کاناډا او انګلستان په ګډون د اسرایلو په ملاتړو هېوادونو کې هم شوي او فلسطین ته یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په غزه کې روان بشري ناورین ته اندېښنه ښودلې او له اسرایلي رژیم څخه یې غوښتي، چې د غزې خلکو ته د مرستو رسولو په هدف بشري دهلېز رامنځته کړي.

دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپلو سعودي سیال سره د ټلفوني خبرو پر مهال غزه کې د اسرایلو ظلمونه غندلي او د ژر پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.