د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ایران ته د غزې د جګړې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې تهران باید په دغې جګړه کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
ایران ته د امریکې له لوري دغه ګوتڅنډنه په داسې مهال شوې، چې د حماس وسلوالو او صهیونستي ریژیم ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او تور پورې کېږي، چې ګواکې د حماس وسلوالو تر شا د ایران لاس دی.
خو ایراني چاواکو بیا په دغې جګړه کې لاس لرل رد کړي او حماس وسلوال یې ستایلي دی.
د ایران مذهبي مشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د حماس ډلې د مجاهدینو لاسونه د ښکلولو دي او د هغوی کړنې یې ستایلې دي.
د دغې جګړې په دوام یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه هڅه کوي له بشري ناورین رامنځته کېدو څخه د مخنیوي لپاره اوربند ته لاره هواره کړي.
مصر، سعودي عربستان، چین، امریکا او ځینې نور هغه هېوادونه دي، چې سیمه کې یې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هڅه کوي تر څو اسرایلي ریژیم د هوایي بریدونو پای ته رسولو ته اړ کړي.
ورته وخت کې د غزې روغتیایي چارواکو دغې سیمه کې د بشري دهلیز د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او د روغتیايي او خوارکي موادو د کمښت خبرداری یې ورکړی دی.
دغه راز اسرایلي چارواکي وایي دا مهال ټوله غزه د دوی د ځواکونو په محاصره کې ده.

