د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان WFP په مالي لګښت او د ABM موسسې لخوا د ۱۴۵ میلیونه، ۷۴۹ زره او ۲۲۷ افغانیو په لګښت شپږ بیلابیلې پروژې جوړې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوي.
د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ علیشنګ کې د شربت خیل، شمرام او د میا صیب دیرې کانالونو سربندونه، د وطن ګټو محافظوي دیوال، شمسه خیل کانال محافظوي دیوال او د میل کندې محافظوي دیوال پروژې ګټه اخیستنې ته سپارل شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې یادې پروژې د نهه میاشتو په موده کې بشپړې شوي، یو زر او ۳۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه او همداراز به شپږ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي.
ښاغلي عابد همداراز ویلي؛ چې لغمان د ابادۍ او اقتصاد په برخه کې پرمختګ کړی دی، او نږدې راتلوونکي کې به نورې پروژې هم پرانیزي کړي.
د سیندیزې حوزې رییس مولوي شیرجان راشیدي ویلي؛ له دې مخکې یې هم لغمان کې د اوبو مدیریت او کانالونو جوړولو په برخه کې اساسي کارونه کړی دی، لسګونه سربندونه او کانالونه یې رغولي دي.
د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد بیا ویلي؛، لغمان کې د لسګونه پروژو په پلي کیدو سره زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د بنیادي او دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره یې مختلفې پروژې پلان کړي دي چې ژر به عملي شي.
د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکو داسې پروژې د وطن د ابادۍ او کرنیز سیستم په برخه کې ګټورې بللي او له ولایتي ادارې او موسساتو یې مننه کړې، چې داسې بنیادي پروژې پلي کوي.

