په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران ازاد اسلامي پوهنتون له رییس ډاکټر بیژن رنجبر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د عملي او ښوونیزو همکاریو پراخوالي، د افغان محصلینو د ستونزو هوارولو او په کابل کې د یاد پوهنتون د وضعیت په اړه نظرونه شریک کړی دي.
ښاغلي حقاني همدارنګه د دې پوهنتون له فرهېختګان روغتون څخه هم لیدنه کړې او له مسولینو سره یې د درملنې خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.

