د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په اندونیزیا، سریلانکا او تایلینډ کې د وروستیو شدیدو استوایي توپانونو او باران له امله د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکښوېیدنو له کبله تراوسه ۱۲۵۰ تنو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور لادرکه دي.
د راپور له مخې، دغو سېلابونو او ځمکښوېیدونو په سریلانکا، تایلینډ او د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې ډېر شمېر ښارونه او کلي د خاورو او خټو لاندې کړې دي.

