د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
دې غونډې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هر اړخیز بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور او په ۱۵ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل.
همدارنګه د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري سړک څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پیرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پیرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاهجوی پورې د سب استیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ودانیزو توکو، نصب او مونتاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سبسټیشن د سروې، ډیزاین او ټېسټ د ورکړې قراردادونه شامل دي.
دغه پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

