په قرغیزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د متحده عربي اماراتو د اتحاد د ۵۴مې کالیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، ښاغلي حقاني د مراسمو پر مهال د اماراتو سفیر ته مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د لمانځغونډې په ترڅ کې مولوي عبدالشکور حقاني له یو شمېر سفیرانو او دیپلوماټانو سره د دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

