ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د اوزبیکستان د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اوزبیکستان د کرنې او مالدارۍ له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې اوزبیکستان ته د غوښې پر صادراتو، د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د بڼونو پر جوړولو او د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې پر همکاریو خبرې شوې دي.

مولوي صدراعظم عثماني ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان تاریخي اړیکې لري او د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پراخې او نږدې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خصوصي سکتور د غوښې د تولید او صادراتو په برخه کې د همکارۍ بشپړه وړتیا لري او دغه‌راز یې وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې لوی او معیاري فارمونه جوړ شي، تر څو د غوښې د صادراتو بهیر په منظم ډول دوام ومومي.

ورته مهال د اوزبیکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال جمشید عبدوذوکروف ویلي، چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴۱۰ میلیونه ډالرو څخه ۶۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده او اوزبیکستان غواړي د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

دغه‌راز نوموړي د اوزبیکستان د پلاوي د سفر موخه د غوښې پېرل، د فاریاب په ولایت کې د بڼونو جوړول او د کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري بللې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو په هڅولو سره هڅه کوي، چې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شوې وه.