ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې هغه سوداګر نیول شوی چې په لرګیو به یې د وزن د زياتوالي لپاره اوبه پاشلې

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې هغه سوداګر نیولی، چې د وزن زیاتوالو لپاره یې د خرڅلاو پر لرګیو اوبه پاشلې.

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو رییس مولوي رحمت الله محق وایي، چې نوموړي به د خرڅلاو لپاره یوه ورځ وړاندې لرګي لمدول، ترڅو سبا یې په تله کې وزن ډېر شي.

د نوموړي په وینا، یاد کس یې د خلکو له شکایت او د قضیې له بشپړ څېړلو وروسته نیولی او د شرعي سزا لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلی دی.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي، چې په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او نورو ناوړه کړنو مخنیوي ته ژمن دي او له دې وړاندې یې هم د ورته کړنو مخه نیولې ده.