ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران  د کرنې وزارت مرستیالانو د ګډو همکاریو پر پراخیتا ټینګار وکړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیالې مریم جلیلي‌مقدم او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاو پر برابرولو او د دواړو خواوو د متخصصینو ترمنځ د تجربو پر شریکولو ټینګار شوی دی.

همدارنګه دواړو لورو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په برخو کې پر ګډو پانګونو هم خبرې کړي او ژمنه یې کړې، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنیکي او عملي همکارۍ به لا زیاتې شي.