د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ترکي بیلګیون (MVG)ساختماني شرکت له استازي بولنت بیلګي سره په لیدنه کې د زېر بنایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزیر ویلي، چې افغانستان او ترکیه یو له بل سره لرغونې سوداګریزې، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
ملا محمد عیسی ثاني ویلي، دا چې په هېواد دننه موږ ګڼ شمېر فني او مسلکي کدرونه او مجهز ودانیز او د سړک جوړونې شرکتونه لرو؛ خو بیا هم بهرني ودانیز شرکتونه کولای شي، چې د اسلامي امارت په زیربنایي پروژو کې پانګونه او ګډون وکړي.
دغهراز د ترکي بیلګیون (MVG) ساختماني شرکت استازي بولنت بیلګي ویلي، چې د دوی شرکت په ساختماني چارو کې پراخه تجربه لري او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې بېلابېلې پروژې پلي کړې دي.
نوموړي زیاته کړې:« موږ لیوالتیا لرو، چې په افغانستان کې هم د سړک او پل جوړونې په برخه کې پانګونه وکړو.»
د ټولګتو وزیر ویلي:« موږ د ترکیې هېواد سره د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په لرلو خوښ یو او تاسو کولای شئ، چې د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د دې وزارت په زیربنایي پروژو کې ونډه واخلئ.»
دغهراز په پای کې پرېکړه شوې، چې په نږدې ورځو کې به له ترکيې هېواد څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راشي او د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیم سره به د سړکونو او پلونو د پروژو د پلي کولو په تړاو دوامداره ناستې ترسره کړي.

