الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې د اوربند سربېره په غزه کې د شهیدانو شمېر له ۷۰ زرو واوښت.
د راپور له مخې، چې صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې نیټې راپدیخوا په غزه تړانګه کې ۷۰ زره او ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان کړي او له ۱۷۰ زرو او ۹۰۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړي دي.
د مړو شمېر په داسې حال کې زيات شوی چې د اوکټوبر پر ۱۰ مه د اوربند له پيلېدو وروسته هم اسرائیلو د دوی په وينا له سرغړونو وروسته هوايي بريدونه ترسره کړي او د دې سربېره له کنډوالو لا هم شهیدان رايستل کېږي.
د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ د اسرائیلو ډرون بريد له امله په شهید شويو کسانو کې دوه کوچني وروڼه فادي او جمعه ابو عاصي هم شامل وو.
د دوی کورنۍ وايي، دغه تنکي ماشومان په داسې حال کې شهیدان شوي چې د سون لپاره یې لرګي راټولول.
په رسنيو کې د يوه وژل شوي ماشوم عمر اته او د بل له ۱۰ تر ۱۱ کلونو ښودل شوی دی.

