ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: په هره ټولنه کې د انکشاف او پراختیا لپاره امنیت بنسټیز شرط دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو له یو شمېر مخورو او سپین‌ږیرو سره لیدنه کړې ده.

د لیدنې په پیل کې یادو مخورو او سپین‌ږیرو د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو د اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه اداري مرستیال ته معلومات وړاندې کړي او په یادو ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د مجاهدینو او سیمه‌ییزو مسوولینو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړې ده.

دوی په دغو ولسوالیو کې د معیاري سړکونو او روغتیایي مرکزونو د جوړولو ترڅنګ د مخابراتو او برېښنا ستونزې د خلکو اساسي اړتیاوې بللې او خپلې غوښتنې یې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په هره ټولنه کې د انکشاف او پراختیا لپاره امنیت اساسي شرط دی، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په هېواد کې ټینګ شوی او هېوادوال په ډاډه توګه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

همدارنګه، مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسوولین د خپلو امکاناتو په کچه اړین اقدامات کوي او د یادو ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کړي.