ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

موټرو کې د جي پي اس د نصب هوکړه لیک لاسلیک شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري شپږو شرکتونو سره د مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو کې د GPS دستګاوو د نصب هوکړه لاسلیک شوه.

یاد وزارت وايي، د دې هوکړې له مخې به دغه شرکتونه په ټول هېواد کې په ټرانسپورټي وسایطو کې GPS لګوي او اړوندې اسانتیاوې به برابروي.

دغه‌ وزارت زیاته کړې، چې یاد اقدام به د ټرانسپورټي وسایطو په ښه مدیریت او معیاري ‌کولو کې ښه رول ولوبوي.