ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو ګډه اعلامیه؛ مدرسې دې د عالیې، عالمیې، ثانویې او فوق‌ثانویې درجو ازموینه نه اخلي

د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، دا چې د دغو وزارتونو له لوري هرکال له طالب ‌العلمانو څخه د عالیې، عالمیې، ثانویې او فوق‌ثانویې درجو ازموینه اخېستل کېږي، نو ټولې مدرسې دې په همدې ازموینه بسنه وکړي او بله ازموینه دې نه اخلي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د ګډ پېشنهاد او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس د طالب العلمانو د وخت ضایع کېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.

دغه اعلامیه کې راغلي، که چېرې د مدرسو استادان ضروري بولي چې د خپلې مدرسې طالب العلمانو ته د درجو تصدیق ورکړي، نو د مشترکو ازموینو پایلې به له مدرسو سره شریکې شي، چې د هغو پر اساس مهتممین خپلو طالب العلمانو ته د خپلې مدرسې له‌خوا تصدیق ورکولی شي.