ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په استانبول کې د ترک او افغان پانګوالو ترمنځ غونډې وشوې

په استانبول کې د ترک او افغان سوداګریو او پانګوالو ترمنځ غونډې وشوې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رییس محمدالله بختیار دې غونډې ته ویلي، چې اوس‌مهال افغانستان کې په کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

همدا راز نوموړي په افغانستان کې د ترکیې د پانګونې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.