د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر تګلارې یو ځل بیا سختې نیوکې کړې دي.
د جمعیت علمای پاکستان رهبر مولانافضل الرحمان ته ځینې پاکستاني سوداګر ورغلي چې له حکومت سره خبرې وکړي، څو د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګرۍ له سره پیل شي.
د پاکستان سوداګرو خبرداری ورکړی، چې دې حالت ټول پاکستان اغېزمن کړی، ملي خزانه او کاروبارونه یې ځپلي دي.
مولانا فضل رحمان د دوي ستونزې جدي ګڼي او د افغانستان په تړاو د پاکستان پالیسي او تګلارې د ظاهرشاه له مهاله ورانوونکې او غیرې عملي ګڼي.
نوموړي ویلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ویجاړوونکې او د عملي کېدو وړ نه ده او له ۴۵ کلونو راهیسې دغه پالیسي ناکامه ده.
دغهراز مولانا فضل رحمان په خپلو خبرو کې ادعا کړې، چې پاکستان د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانانو په سر ډالر اخیستي دي.
نوموړي د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت پر چلند هم توندې نیوکې کړې دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان ویلي، پاکستاني پوځ او جنرالان له جګړې پرته په هیڅ هم نه پوهېږي، ولس، حکومت او عدالت ټول بې وسه دي.
نوموړی زیاته کړې، د پاکستاني پوځیانو تاوتریخجن عملونه د دې سبب شول، چې پاکستاني وګړي په خپل کور کې بې کوره او حالات له کنټرول ووځي.
همدارنګه د پاکستان نورو مطرحو څېرو او سیاست والو هم د خپل حکومت پر پالیسۍ کلکې نیوکې کړي دي.
دوي تحریک طالبان پاکستان او نورې وسلوالې ډلې د حکومت د ناسمو او غلطو تګلاره زېږنده بولي او خبرداری ورکوي مخکې له دې، چې پاکستان د تباهۍ کندې ته ولوېږي، له دې ډلو سره باید خبرې وشي.

