ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د مسکو د کرنې پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له څېړنيزو فارمونو لېدنه وکړه

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، چې د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه مسکو ته سفر کړی، د مسکو د کرنې پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له څېړنيزو فارمونو څخه لېدنه وکړه.

د یاد پوهنتون متخصصینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د افغان زده کړیالانو لپاره په دغه پوهنتون کې د زده‌کړو زمینې برابرې کړي او همدارنګه به د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د لنډمهالو څېړنيزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې له اړوندو بنسټونو سره همکاري وکړي.

چارواکي وایي، دغه لېدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو تجربو د تبادلې، د زده‌کړیالانو د وړتیاوو د لوړولو او د ګډو څېړنيزو طرحو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولري.

د افغان پلاوي په باور، دغه همکاري به د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د لېږد او د تولید د ښه مدیریت په برخه کې رغنده اغېزې ولري.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د روسیې په رسمي بلنه مسکو ته د “نړیوال حیواني روغتیا کنفرانس” کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.