ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې نږدې ۲۱۷ زره کسانو ته د هویت د تثبیت او کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې شوي


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د دې ادارې د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست د روان کال په لړم میاشت کې ۱۰ زره او ۲۱۲ کاغذي پېژندپاڼې تایید کړي، چې ۳ زره او ۱۷۶ یې په حضوري او ۷ زره او ۴۱ نورې یې بهرمېشتو افغانانو ته په غیرحضوري ډول دي.

یاده اداره زیاتوي، د دې ترڅنګ په دغه موده کې د ۲۰۶ زره او ۵۰۸ کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.