د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې چې د قزاقستان په کوربتوب په انلاین بڼه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو د اسلامي امارت د څلور کلنو لاسته راوړنو، د نشه يي توکو پر وړاندې د پراخې مبارزې او د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان مهم جغرافیایي موقعیت په اړه خبرې وکړې.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان چمتو دی له ایکو سازمان او د سیمې له هېوادونو سره په بیلابېلو برخو کې اړیکې او همکاري زیاتې کړي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، غړي هېوادونه کولای شي چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د افغانستان له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه ګټه واخلي.
په دې غونډه کې د غړو هېوادونو استازیو له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او د اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې هڅې او د اقتصادي ثبات په برخه کې یې پرمختګونه ستایلي دي.
همدارنګه، د سیمې هېوادونو ټینګار کړی، چې د ترانسپورت، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې لویې سیمهییزې پروژې باید په ګډه پلې شي او د اقلیم بدلون په برخه کې ګډې هڅي ولرو.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د ایکو سازمان نهجلا کېدونکی غړی بللی او یاد هېواد یې د جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو نږدې او اغېزمنه لار ښودلې ده.

