ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سریلانکا، اندونیزیا او تایلینډ کې د سېلابونو او ځمک‌ښوېیدنې له امله سلګونه کسان مړه شوي

الجزیرې خبري شبکې د اندونیزیایي چارواکو له قوله ویلي، چې د دې هېواد په لویدیځ سوماترا جزیره کې د وروستیو سېلابونو او ځمک‌ښوېیدنې له امله لږترلږه ۱۷۴ تنه مړه شوي او شاوخوا ۸۰ تنه نور لادرکه دي.

د راپور له مخې، د دې سېلابونو له کبله تراوسه زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

ورته مهال د تایلینډ دولت اعلان کړی، چې د دې هېواد په ۸ سویلي ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴۵ تنو ژوند بایللی دی.

همدارنګه هم‌مهاله په سریلانکا کې د «دیتوا» په نوم توپان په دغه هېواد کې د سېلابونو او ځمک‌ښوېیدنې لامل شوی، چې په پایله کې یې ۵۶ تنو ژوند بایللی او ۲۳ تنه نور لادرکه شوي دي.