ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې په تور سمندرګي کې د روسیې د نفتو پر دوو بېړیو چاودنې شوي

رویټرز خبري اژانس د ترکي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ترکیې بو بُسفور تنګي ته نږدې په تور سمندرګي کې د روسیې د نفتو پر دوو بېړیو چاودنې شوي او اور یې اخیستی دی.

د ترکیې ترانسپورټ وزارت ویلي، لومړی د «کایروس» په نوم د نفتو پر بېړۍ چې له مصر څخه د روسیې نووروسیسک بندر ته روانه وه، چاودنه شوې.  

هم‌مهاله، د «ویرات» په نوم یوې بلې بیړۍ د تور سمندرګي په ختیځ کې اور اخیستی دی.

د ترکي چارواکو په وینا، چې د نفتو د دغو دواړو بېړیو عمله ژغورل شوې ده.