د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دفتر رییس اندري یرماک له خپلې دندې استعفا کړې.
د اوکراین ولسمشر په یوه پیغام کې ویلي، چې اندري یرماک خپله استعفا ورسپارلې او د نوموړي د احتمالي ځایناستي لپاره به سلا مشوره وکړي.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، یرماک وروسته له هغې استعفا وکړه چې د اوکراین د فساد ضد ادارو کارکوونکو د فساد د یوې سترې قضیې په روانو څېړنو کې د نوموړي کور وپلټه.
یرماک له ۲۰۲۰ کال راپدیخوا د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس دنده لرله او له زېلېنسکي وروسته تر ټولو قوي کس ګڼل کېده.

