د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته سفر کړی دی، د روسیې فدراسیون د کرنې له وزیر سره لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او ځمکو په برخو کې د همکاریو د پراختیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د تجربو د تبادلې او د په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
مولوي عطاالله عمري د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پروګرامونو د پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، د روسیې لوري د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې د همکاریو وړاندیز وکړ.
د روسیې فدراسیون د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې وزارت رول د کرنې او مالدارۍ د سکتورونو په مدیریت کې مثبت وباله او ویې ویل، چې د روسیې د کرنې وزارت چمتو دی له افغانستان سره عملي او دوامدارې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
دغهراز د لیدنې په پای کې پر دې ټینګار وشو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرنیزې اړیکې لا ټینګې شي، ګډ پروګرامونه پراخ شي او مسلکي همغږي دوام ومومي.

