د برېتانیا لهخوا د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې وروسته تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۱۵مه) د دې هېواد په پلازمېنه لندن کې په رسمي توګه د فلسطین سفارت پرانیستل شو.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په لندن کې د فلسطین سفیر حسام زملوط په همدې تړاو مراسمو کې دغه ګام د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه تاریخي شېبه او مهم ټکی یاد کړی دی.
حسام زملوط زیاته کړې: « دا سفارت د یو خپلواک هېواد لرلو برخه کې د فلسطینیانو مسلم حق او د ملتونو ترمنځ د برابرۍ شتون څرګندوي.»

