د سویس دولت اعلان کړی، چې د امریکا لهخوا د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته یې په سویس کې د نوموړي او د هغه د یو شمېر نږدې کسانو شتمنۍ کنګل کړي.
رویټرز خبري اژانس د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله ویلي، چې په دې امر کې ۳۷ کسان شاملېږي؛ مګر د دوی د شتمنیو د کچې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

