ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: د وینزویلا ولسمشر مادورو له مېرمنې سره نیول شوی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ ټروټ ادعا کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو د وینزویلا پر وړاندې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو یې له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیولی او له هېواده ایستلی دی.

د ډونالډ ټرمپ په وینا، چې دغه عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همغږۍ ترسره شوي دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د یادو عملیاتو نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي همداراز ویلي، چې نن ماښام د کابل پر مهال ٨:٣٠ بجې د فلوریډا ایالت په مار-ا-لاګو کې په دې اړه به یو خبري کنفرانس ورکړي.