د امریکا او وینزویلا ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو په ترڅ کې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي او له ښار څخه لوګي پورته کېږي.
رویټرز زیاتوي، چې یوه چاودنه د کاراکاس تر ټولو مهمې پوځي اډې، فورټونا، نږدې سیمه کې شوې ده. راپورونه وايي چې په کاراکاس کې لږ تر لږه اوه چاودنې او د فضا په ټیټه کچه د الوتکو د الوت غږونه اورېدل شوي دي.
همدارنګه ویل شوي، د ښار سویلي سیمه چې یوې لویې پوځي اډې ته نږدې ده، دا مهال برېښنا نه لري.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هم په وینزویلا کې د ځمکنیو عملیاتو خبره کړې وه.
دغهراز د امریکا هڅې د وینزویلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشار راوستلو لپاره پراخې شوې دي، چې پکې سخت بندیزونه، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو کښتیو تر ۲۴ بریدونه شامل دي چې په ارام سمندر او کارایب سمندرګي کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیلې وې.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) تر اوسه د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

