د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې د لوی رییس شیخ نورالحق انور، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل والي ملا امینالله عبید په ملتیا په برهکي څلور لارې کې د زیربنايي پروژې د کاري پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې یاده اداره د منظمو ښاري پلانونو په جوړولو او پلي کولو سره، په وروستیو کلونو کې توانېدلې ده، چې لویې زیربنايي پروژې پلې کړي.
د نوموړي په وینا؛ دې پروژو نه یوازې د ښاریانو د رضایت کچه لوړه کړې، بلکې د کابل ښار تلپاتې او معیاري ودې ته یې زمینه برابره کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د ښار په کچه د سړکونو قیر کول او په برهکي څلورلارې کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړول د کابل ښاروالۍ د هڅو روښانه بېلګې دي، چې د ترافیکي وضعیت په ښهوالي، د ګڼهګوڼې په کمښت او په متوازنې ښاري پراختیا کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د بره کي څلورلارې پروژه نویو او تخنیکي معیارونو ته په کتو ډیزاین شوې ده او کولای شي د نورو هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه و اوسي.
ورته مهال د کابل ښاروال ډاډ ورکړی، چې د سړک جوړونې او نورو زیربنايي پروژو چارې د ټولو تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره په منظمه توګه روانې دي او په ټاکل شوي وخت به بشپړې شي.

