د المان پولیسو ویلي، چې نامعلومو غلو د کرېسمس د رخصتیو له ارامې مودې په ګټې اخیستنې د جرمني په لوېدیځ ګیلسنکرچین ښار کې د سپارکاسه بانک یوې څانګې ته ننوتلي او د پېرودونکو له امانتي صندوقونو څخه یې د لسګونو میلیونو یورو په ارزښت نغدې پیسې او قیمتي توکي غلا کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، غلو د بانک د یوې څانګې کانکریټي دېوال سوری کړی، وروسته یې زرګونه صندوقونه مات کړي او لږ تر لږه د ۱۰ میلیونه یورو په ارزښت شتمني یې وړې ده. دا پېښه هغه مهال شوې، چې د کرېسمس له امله ډېری بانکونه تړلي وو.
پولیسو ویلي، چې دا پېښه هغه مهال څرګنده شوه، چې د دوشنبې په سهار د اور د خطر زنګ وغږېد. تر پېښې وروسته لسګونه قهرجن مشتریان د بانک مخې ته راټول شوي او د معلوماتو غوښتنه یې کوله.
د شاهدانو په وینا، د شنبې په شپه څو کسان د نږدې پارکینګ ودانۍ کې د لویو بوجیو د وړلو پر مهال لیدل شوي دي.
چارواکي وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او تر اوسه د بانک له لوري رسمي څرګندونې نه دي شوې.

