ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې او سومالیا ولسمشرانو په استانبول کې لیدنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود سره تېره ورځ (سې‌شنبه، د مرغومي ۹مه) په استانبول کې لیدنه کړې.

ښاغلي اردوغان له خپل سومالیایي سیال سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د اسرائیلي رژیم له لوري د خپلواک هېواد په توګه د «سومالیا لېنډ» د رسميت پېژندنې پرېکړه غندلې او دغه ګام یې «غیرقانوني او د نه منلو وړ» بللی دی.

ورته مهال، د سومالیا ولسمشر د صهیونیستي رژیم دغه ګام رد کړی او دغه چاره یې د یوه هېواد په چارو کې مداخله او د نړیوالو قوانینو څرګند نقض بللی دی.