پاکستان له امریکا غوښتي، چې غزه تړانګه کې د “سوله ساتو نړیوالو ځواکونو” په چوکاټ کې پاکستاني ځواکونه ځای پر ځای کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پاکستان غواړي په غزه کې د “سوله ساتو” په نوم ځواکونه ځای پر ځای کړي.
ښاغلي روبیو له پاکستان څخه مننه کړې، چې په دغه ماموریت کې ونډه اخلي.
نوموړي زیاته کړې؛ د یاد ځواک جوړېدل لا نه دي قطعي شوي او اړتیا ده، څو د مالي تامین څرنګوالي، د ښکېلتیا اصول، د خلع سلاح کولو پروسه کې د ځواکونو ونډه، او نورو اړوند پوښتنو ته ځواب وویل شي. د “سوله ساتو” په نوم دغه نړیوال ځواکونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ جوړ شوي، چې د حماس اسلامي غورځنګ د خلع سلاح کولو واک هم ورکړل شوی دی.

