د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه تېره ورځ یکشنبه غزه کې د صهیونستي رژیم له لوري د یوه لوړپوړي قومندان د شهادت پخلی کړی دی.
اسرائیلو پرون ویلي و، چې د شنبې په ورځ یې په یوه هوايي برید کې د حماس یو لوړ پوړی قومندان په نښه کړی.
رویټرز خبري اژانس د حماس یاد سیاسي مشر له قوله ویلي، د رائید سعید په نښه کول او د اسرائیلو دوامداره سرغړونې د اوربند دوام لپاره ګواښ دی.
د حماس زرګونو پلویانو د غزې په مرکزي ښار کې د لوړ پوړي قومندان سعید طوفان الاقصی او د هغه د درېیو ملګرو د جنازې په مراسمو کې چې د شنبې په ورځ شهید شوي و، ګډون وکړ.
ماتم کوونکو شعارونه ورکول “شهیدان خدای ته ګران دي” او جسدونه یې په تابوتونو کې وړل، چې د حماس په شنه بیرغونو پوښل شوي وو، دا په غزه کې د متحده ایالاتو په ملاتړ تېره اکتوبر میاشت کې د شوي اوربند له پلي کېدو راهیسې د دې ډلې د شتون تر ټولو لویه مظاهره وه.
سرچېنو ویلي، شهید سعید د طوفان الاقصی عملیاتو غړی او د یاد غورځنګ له زړورو مبارزینو و.

