ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیان کې د کډوالو لپاره ۳۰ استوګنیز کورونه جوړ شول

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د بامیان ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې د ۱۲۶ زره ډالرو په لګښت اړمنو کډوالو کورنیو لپاره ۳۰ استوګنیز کورونه جوړ شول.

کور او ښار جوړولو وزارت زیاتوي، چې په دغه پروژه کې د هر کور په جوړولو ۴ زره او ۲۰۰ امریکایي ډالر لګښت راغلی چې دوه د ناستې خونې، دهلېز، پخلنځی، حمام او تشناب لري.

یادونې وړ ده، چې د دې کورونو د جوړولو چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي، خو تر اوسه یې وروستۍ تسلیمي نه ده شوې او له بشپړې تسلیمۍ وروسته به پر راستانه شویوو اړمنو کډوالو کورنیو ووېشل شي.

همدارنګه، د ښارګوټي د پاتې استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې په عادي ډول روانې دي.