برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه په ظرفیت د نغلو لمریزې برېښنا تولیدي پروژې چارې ۹۹ سلنه پرمخ تللي او د بشپړېدو په درشل کې دي.
د خبرپاڼې پر اساس؛ یاده پروژه د خصوصي سکټور په پانګونه پلي کېږي او د صنعتي، سوداګرۍ او د استوګنو د برېښنا اړتیاوې پوره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ هېواد کې د دغې لومړنۍ لمریزې برېښنا تولید لویې پروژې ګټې اخيستنې سره سم به د عمومي شبکې له لارې په کلني ډول څه باندې ۴۲ مېګاواټه پر ساعت برېښنا پېرودونکو ته ووېشل شي، چې د برېښنا کمښت تشې ته به ځواب ووايي.
د برېښنا شرکت د مسولينو په خبره د دغه شرکت د رهبرۍ په نوښت د برېښنايي انرژۍ او تاسیساتو جوړونې په موخه د پانګوالو هڅونې، ملاتړ او فرصتونو پېژندنې دوو سترو کنفرانسونو پایله کې اوس د هېواد په کچه پر لسګونو پراختیايي پروژو کار روان دی.

