ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د کابل – غزني لویې لارې د دويم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې.

د ټولګټو وزارت وایي، د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴.۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د کمپنۍ له پُل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر تورو تیږو پورې رسیږي، د کمپنۍ له پله څخه تر ۷ کیلومترۍ پورې ۱۱.۸ متره او له هغه وروسته ترپایه ۷.۳ متره پلنوالی لري.

همدارنګه د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې په اوږدو کې د دوو لویو پلونو، ۶۸ پلګوټو، د کمپنۍ له لوري د اووه کیلومتره سیخ لرونکو د سړک غاړې ویالو کې (RCC)، د میدان ښار اړوند د ۱۲۰۰ متره د سړک غاړې ویالو او یو شمېر استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دی.

یاد وزارت زیاته کړې، تر دې دمه د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی؛ د سړک د سب‌بیس، بیس‌کورس، د لومړۍ او دویمې طبقې د اسفالټ چارې د شاوخوا ۱۵ کیلومترو په اوږدو کې بشپړې شوې دي.

دغه‌راز د کمپنۍ پله د رغونې چارې ۹۸ سلنه، د ویالو کارونه ۹۹ سلنه، د پلګوټو رغونه ۹۷ سلنه، او د سړک د کټینګ چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړ شوي او پاتې کارونه یې دامهال په چټکې سره دوام لري.

همدارنګه د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه اړینې لارښوونې کړې دي.